Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مولوي عبدالکبیر: مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې راستانه شويو ته څانګړې کړي.
۲ ثور ۱۴۰۴

مولوي عبدالکبیر: مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې راستانه شويو ته څانګړې کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ د ا.ا د اړوندو ادارو او د یوناما سربــــېره په کابل کې د فعالو نړیوالو بنسټونو تر منځ د افغان کډوالو او کورنیو بېځایه شويو د ستونزو او هغوی ته د حل‌لارو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه.

 مولوي عبدالکبير، په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او له کډوالو سره یې زور زیاتی له زغم لرې یاد کړی چې د دواړو ملتونو تر منځ د کرکې پیدا کولو سبب ګرځي.

 هغه د ا.ا له ادارو سره په همغږۍ د نړیوالو ادارو له‌خوا مرستې د کډوالو او بېځایه شويو د ستونزو حل په برخه کې اغېزمنې بللې او ټينګار يې کړی چې مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې راستانه شويو او کورنیو بېځایه شویو ته متمرکزې کړي.

مطالب

مولوي عبدالکبیر
مرستندویه بنسټونه دې
خپلې مرستې راستانه شويو ته څانګړې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ