Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
۱ سرطان ۱۴۰۴

خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د خوست د مرکز اړوند د لټکو نصیب په لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې دي.

 د خوست ورزشي امريت اړوند د والیبال فدراسیون تر چتر لاندې د یادو سیالیو د پيل لوبه د تڼیو او دلپوريو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د تڼیو لوبډلې د ۲۵ پر وړاندې د ۳۵ نمرو په ترلاسه کولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا خپله کړه.

دغه سيالۍ به یوه نیمه میاشت دوام وکړي.

مطالب

خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ
د والیبال سیالۍ پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ