Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډبیلیو ایچ او: تېرکال افغانستان او پاکستان کې ۱۰۰ماشومان ګوزڼ وهلي.
۸ ثور ۱۴۰۴

ډبیلیو ایچ او: تېرکال افغانستان او پاکستان کې ۱۰۰ماشومان ګوزڼ وهلي.

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو ایچ او) ویلي، چې که څه هم د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې ستر پرمختګونه شوي؛ خو بیا هم په تېر ۲۰۲۴کال کې په افغانستان او پاکستان کېله ۱۰۰ زیات ماشومان د پولیو وحشي وایرس له امله فلج شوي دي. 

د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه څرګندونې د پولیو د لمنځه وړلو او د هغې د خپرېدو د مخنیوي اړوند د سیمې فرعي کمېټې په ۱۳مه غونډه کې شوې دي. 

دغه غونډه د روغتیا نړۍوال سازمان په کوربه‌توب د یکشنبې په ورځ په انلاین بڼه ترسره شوه. په دغې ناسته کې جګړې، بشردوستانه ناورینونه، ناامنۍ او اقلیمي بدلونونه د پولیو د له منځه وړلو پر وړاندې مهم خنډونه یاد شول. 

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د دغو ستونزو د حل لپاره یې بېړني اقدامات پیل کړي دي؛ څو د هغو هېوادونو فعالیتونه چې لا هم د پولیو ویروس پکې خپور دی، دوام ومومي.

مطالب

ډبیلیو ایچ او
تېرکال افغانستان او پاکستان کې
۱۰۰ماشومان ګوزڼ وهلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ