د لوګر د سرې مياشتې رياست له لوري د قطر هیواد سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ د دغه ولايت د برکي برک ولسوالۍ ۴۴۰ اړمنو او بېوزلو کورنيو سره د ۲ قلمه ژمنۍ البسې مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېش په پار، جوړو شویو مراسمو کې، په افغانستان کې د قطر سرې مياشتې رئيس حسين بوتاني، د پکتیا زون رئیس مولوي سید منهاج الدین هاشمي، د لوګر ولایتي نماینده ګۍ رئیس او کارکوونکو برخه اخیستې وه.
د لوګر د سرې میاشتې رئیس مولوي میرهاشم حزب الله زینت راډيو ته وویل، د یادو مرستو ټولییز ارزښت ۲۳۷۶۸۸۰ افغانۍ وو، چې هرې مُستحقې کورنۍ ته د څه باندې پنځه زره افغانیو په ارزښت ۴ تختې کمپلې او یو ترپال ووېشل شول.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د لوګر په مرکز او څرخ کې اوس هم د بې وزله کورنیو سروې روانه ده چې ژر به په یادو سیمو کې هم پر ۴۰۰ بې وزله او اړو کورنیو د قطر هیواد د سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ د ۵ قلمه خوراکي توکو مرستې ووېشل شي.
په ورته مهال د بره کي برک ولسوالۍ اړوند یو شمېر تنګلاسو او اړو کورنیو چې یادې مرستې یې ترلاسه کړي، د زینت راډیو له خبریال سره په خبروکې؛ د ا.ا له مسؤلینو او مرستندویه مؤسسو غوښتي، چې په لوګر کې له مېشتو اړمنو خلکو؛ په ځانګړې توګه د برکي برک جګړه ځپلو سیمو له ځایي اوسېدونکو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ډېرې کړي.
داپه داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ترچتر لاندې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ ددغه ولایت له سلګونو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدو پیسو مرستې شوي دي.