د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اېبيسي نیوز له خبریال سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې له ایلن ماسک سره خپله وروستۍ لفظي شخړه بېاهمیته بللې.
دا مرکه پرون سهار یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ټرمپ او د ټسلا شرکت د مشر ایلن ماسک تر منځ لفظي شخړه شوې وه.
ټرمپ د دې شخړې په اړه په بېپروایۍ سره څرګندونې وکړې او ویې ویل، داسې ښکاري چې هېڅ مهم څه نه دي پېښ شوي. ټرمپ زیاته کړې چې دا مهال له ایلن ماسک سره د خبرو هېڅ ځانګړې علاقه نه لري.
د نوموړي په وینا، دا ماسک دی چې هڅه کوي له ده سره خبرې وکړي، خو هغه لا چمتو نه دی چې دا ډول خبرې پیل کړي.