Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيکا کې په ۱۵ميليون افغانيو ۴پروژې بشپړې شوې.
۲ سرطان ۱۴۰۴

پکتيکا کې په ۱۵ميليون افغانيو ۴پروژې بشپړې شوې.



د پکتيکا ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د اوبو مهارولو او تنظيم په برخه کې څلور پروژې چې ۱۵.۵ میلیون افغان بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د پکتيکا ولايت مقام نن (دوشنبه، سرطان دویمه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو څلورو پراختیايي پروژو له جملې مرکز ښرنه کې «پلتوني سربند»، په اومنه ولسوالي کې «اته خوني حوض او کانال»، جانيخيل ولسوالي کې د «شاتوري کاريز» جوړول شاملیږي.

يادې درې پروژې د UNDP مؤسسې په شاوخوا ۱۳ ميليون افغانی په مالي لګښت جوړې شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې همداشان د اوبو او انرژي رياست په شاوخوا ۲،۵ ميليون افغانۍ د جاني‌خيل ولسوالي خنجکي کلي هم یو چکډېم جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .

یاد چکډيم ۷۶ متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالي لري چې د ۲۲۶۹۰ متره مکعب اوبو زېرمه کولو ظرفيت لري.

مطالب

پکتيکا کې په ۱۵ميليون افغانيو
۴پروژې بشپړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ