Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په غزه کې چاودنه؛ ۹ اسراییلي سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.
۱۷ جوزا ۱۴۰۴

په غزه کې چاودنه؛ ۹ اسراییلي سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې په غزې تړانګه کې څلور اسراییلي سرتېري د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي. 

دا چاودنه د خان یونس ختیځ ته نږدې، د بني سهیلا په سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې یوه ودانۍ نړېدلې ده. 

د “یدیعوت احرونوت” ورځپاڼې د راپور له مخې، په دغه پېښه کې پنځه نور سرتېري ټپیان شوي دي، چې د یوه روغتیايي حالت یې نازک بلل شوی.

 د اسراییلو لومړي وزیر د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته تسلیت ویلی دی .بل‌خوا، حماس پر اسراییلو د نورو عملیاتو خبرداری ورکړی دی.

مطالب

په غزه کې چاودنه
۹ اسراییلي سرتېرو
ته مرګ‌ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ