Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اسراییل پوځ: ایران د اسراییل په لوري تر سلو ډېر ډرون توغولي.
۲۳ جوزا ۱۴۰۴

د اسراییل پوځ: ایران د اسراییل په لوري تر سلو ډېر ډرون توغولي.



د راپورونو پر اساس، د اسراییل د پوځ ویاند ویلي چې ایران پر دغه هېواد تر سلو ډېر ډرون توغولي دي.

د اسراییل ټایمز رسنۍ نن (جمعه، جوزا ۲۳) راپور ورکړی د اسراییل دفاعي ځواکونه د دغو ډرون په نښه‌ کولو او رانسکورولو هڅې کوي.

د هغه په خبره، ډرون د ایران له خاورې توغول شوي او څو ساعته وخت نیسي چې د اسراییل خاورې ته ورسیږي.

تراوسه د دغو ډرون بریدونو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي او ایران هم دې برخه کې کوم نظر نه دی څرګند کړی.

دا داسې مهال دی چې اسراییل نن د ایران پر اټومي تاسیساتو او پوځي مشرانو هوايي بریدونه کړي دي.

مطالب

د اسراییل پوځ
ایران د اسراییل په لوري
تر سلو ډېر ډرون توغولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ