Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییل او سوریه د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي.
۲۸ سرطان ۱۴۰۴

اسراییل او سوریه د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي.

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک ویلي، چې اسراییل او سوریه د ترکیې، اردن او ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ د اوربند هوکړې ته رسیدلي دي.

 باراک دغه څرګندونې پرون کړې او زیاته کړې يې ده، چې دا هوکړه د سوریې د ګاونډيو هېوادو په مرسته شوې. اسراییلو د چهارشنبه په ورځ د دمشق پر وړاندې هوایي بریدونه ترسره کړل او د سوریې جنوب کې یې په حکومتي ځواکونو باندې بریدونه وکړل.

 اسراییل د دې بریدونو موخه د سوریې د دروز اقلیت ساتنه بللې.

مطالب

اسراییل او سوریه
د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ