Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فراه کې نږدې ۱میلیون جریبه دولتي ځمکه له غصب را ګرځول شوې.
۱۱ دلو ۱۴۰۳

فراه کې نږدې ۱میلیون جریبه دولتي ځمکه له غصب را ګرځول شوې.

په فراه ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمیسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې نږدې یو میلیون جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه او د غصب مخنیوی یې شوی دی. د مسوولینو په خبره د غصب کمیسیون له رامنځته کېدو څخه تر دې مهاله د فراه په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ۲۷۹ زره ۳۷۱ جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې او د ۶۸۹ زره ۶۷۴ جریبه ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې سلګونه زره جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.

مطالب

فراه کې
نږدې ۱میلیون
جریبه دولتي ځمکه
له غصب را ګرځول شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ