Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بهرنیو چارو وزارت؛ م.م کې د پاکستان استازي څرګندونې بې بنسټه بللې.
۲۵ دلو ۱۴۰۳

بهرنیو چارو وزارت؛ م.م کې د پاکستان استازي څرګندونې بې بنسټه بللې.

د بهرنیو چارو وزارت په ملګروملتونو سازمان کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم هغه څرګندونې بې بنسټه بللې، چې افغانستان د ترهګرو پر پټن‌ځای بدل شوی دی. د یاد وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي چې، د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ متوجه نه‌دی او د وروستیو پېښو عاملان د ډيورنډ فرضي کرښې له هاخوا افغانستان ته راځي. نوموړي دغه‌راز زیاته کړې، چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان بې‌ثباته وښيي، څو د افغانستان او نړۍ ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کړي. دا په داسې حال کې ده چې منیر اکرم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ادعا کړې وه، چې افغانستان د داعش-خراسان د جنګیالیو د جذب مرکز ګرځېدلی دی. بلخوا د سیاسي چارو ځينې شنونکي هم په دې باور دي، چې دم‌ګړۍ داعش د افغانستان او نورو هېوادونو پر وړاندې د پاکستان له خاورې فعالیت کوي.

مطالب

بهرنیو چارو وزارت
م.م کې د پاکستان
استازي څرګندونې
بې بنسټه بللې

دا خبر نورو سره شریک کړئ