Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې د ناروغیو پروړاندې ۲۵زره څاروي واکسینېږي.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

کندهار کې د ناروغیو پروړاندې ۲۵زره څاروي واکسینېږي.



د کندهار په ارغستان او خاکرېز ولسوالیو کې د څارویو د پرازیتي ناروغیو د مخنیوي په موخه د چنجیو ضد درملو وېش کمپاین پیل شوی دی.

د دې کمپاین پرمهال به ۲۰زره څاروي په ارغستان او پنځه زره، د خاکرېز ولسوالي کې واکسین شي.

یاد کمپاین د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګروملتونو د مخدره موادو او جرمنو ضد سازمان (UNODC) په مالي ملاتړ، د هالند کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ امریت تر څارنې لاندې تطبیقېږي.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي، د درملو د وېش ترڅنګ به مالدارانو ته د دې درملو د سم استعمال طریقه ښودل کېږي.

حقمل زیاتوي چې د دې کمپاین اساسي موخه د څارویو د داخلي پرازیتونو کنټرول، د مالدارۍ سکتور ته وده ورکول، د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو محصولاتو زیاتوالی او د چنجیو له امله رامنځته‌کېدونکو ناروغیو مخنیوی دی. د یادو ولسوالیو یوشمېر مالداران د دې کمپاین هرکلی کوي او وایي، د چنجیو ضد درمل د دوی د څارویو د روغتیا لپاره اړین دي.

د خاکرېز یو مالدا حاجي رحمت، رسنیو ته وویل: «هرکال زموږ څاروي د چنجیو له امله ناروغه کېږي او محصول مو کمېږي. که دا ډول کمپاینونه دوام وکړي، زموږ اقتصاد ته به ګټه ورسېږي.»

د مالدارۍ سکتور د افغانستان د اقتصاد مهمه برخه ده، خو د ناروغیو پراخېدو، د درملو کمښت او د روزنیزو پروګرامونو نه‌شتون، دا سکتور له ستونزو سره مخ کړی دی.

مطالب

کندهار کې
د ناروغیو پروړاندې
۲۵زره څاروي واکسینېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ