د کوچني اختر پرمهال ۲۸زره کسانو د لوګر له تفریحي سیمو لیدنه کړې.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د کوچني اختر پرمهال ۲۸ زره کسانو له لرغونو او تفریحي سیمو لېدنه کړې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ مدیر محمدګل تسل رسنیو ته وویل، د سږکال کوچني اختر په شپو او ورځو کې د لوګر په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو زرګونه کسانو په پلعلم، محمداغې، خوښۍ، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې له لرغونو او تفریحي سیمو لېدنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، ډېری کسانو د لوګر له مولانا یعقوب څرخي، ابتک، اب پران، سرخ اب، تنګي واغجان، سجاونډ، دوبندي، التمور، سپېڅ او میرابدل بابا لرغونو او تفریحي سیمو څخه لېدنه کړې ده.
تسل له ملي سوداګر وغوښتل چې د لوګر په لرغونو او تفریحي سیمو پانګونه وکړي، څو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د تفرېح لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
لوګر ته له یوشمېر لروپرتو ولایتونو راغلي سیلانیان هم وایي، حکومت ته پهکار ده چې سیلانیانو ته د تفریح لپاره منظمې سیمې جوړ کړي.
دوي سږ کال ځکه دغه ولایت ته د پام وړ زیات سېلانیان راغلي دي چې د پخوا په پرتله دغلته امنیت ټینګ شوی ده.