Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اټکل؛ تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیم نفوس ښارونو کې ژوند کوي.
۳۰ حوت ۱۴۰۳

اټکل؛ تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیم نفوس ښارونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د پایدارې ښاري پراختیا دفتر (UN-Habitat) د یوه اټکل له مخې ویلي، چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس په ښارونو کې ژوند وکړي. یاد دفتر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا بېړنۍ وده پلان جوړونې ته اړتیا لري او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان ډېری ښارونه د ژوند کولو لپاره تیار نه دي. دغه بنسټ وایي، د خوندي ژوند چاپېریال ته لومړیتوب ورکول د ښارونو جوړولو بنسټونه دي چې له مخې یې ټول وکړای شي د ژوند له ښه کیفیت څخه برخمن وي. افغانستان هغه هیواد چې ټولنیز جوړښت یې له مودو راهیسې کلیوالي او قبیلوي دی. د یادولو وړ ده چې په وروستیو لسیزو کې جګړو، ناامنیو، اقلیمي بدلون او د طبیعي سرچینو کمښت میلیونونه خلک د خپلو کلیو پرېښودو ته اړ کړي دي.

مطالب

اټکل؛ تر ۲۰۶۰ کال پورې
د افغانستان نیم نفوس
ښارونو کې ژوند کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ