Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا پر هند اېف-۳۵ جېټ‌الوتکي پلوري.
۲۶ دلو ۱۴۰۳

امریکا پر هند اېف-۳۵ جېټ‌الوتکي پلوري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سره تر لیدنې وروسته په یوې خبري ناسته کې پر دغه هېواد د جېټ‌الوتکو د پلورلو ژمنه کړې.

ټرمپ او مودي د فبرورۍ پر ۱۳مه په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال د نورو مسایلو ترڅنګ، پر اقتصادي موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

ټرمپ زیاته کړې چې هند ته د اېف‌-۳۵ جېټ‌الوتکو ورکړې سره به دغه هېواد د پرمختللیو جنګي الوتکو لرونکو هېوادونو په ډله ودرېږي.

په یاده خبري ناسته کې همداراز ټرمپ زیاته کړه چې د روان کال له پیله به هند د میلیارډونو ډالرو په ارزښت له امریکا پوځي تجهیزات او وسایل وپېري.

ټرمپ له نوي‌ډیلي سره داسې مهال دغه سوداګریز تړونونه لاسلیکوي چې امریکا د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې تعرفې لوړې کړې دي.

نرېندرا مودي بیا دې لیدنه کې ژمنه کړې چې هند به ډېر ژر د امریکا په باسټن او لاس‌انجلس کې خپلې قونسلګرۍ پرانیزي.

مطالب

امریکا پر هند
اېف-۳۵ جېټ‌الوتکي پلوري

دا خبر نورو سره شریک کړئ