Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر اسراییل د ایران تازه بریدونو کې ۳ اسراییلیان وژل شوي.
۳ سرطان ۱۴۰۴

پر اسراییل د ایران تازه بریدونو کې ۳ اسراییلیان وژل شوي.



ایران تېره شپه قطر کې د امریکا په پوځي اډې له برید وروسته، نن سه شنبه سهار پر اسراییل تازه توغندیز بریدونه کړي.

د راپورونو پر اساس، دغو بریدونو کې ٣ اسراییلیان وژل شوي او ٦ ټپیان دي.

ورته وخت کې د اسراییل ۱۲ شبکې هم ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو په ۱۲مه ورځ د ایران یو توغندی د اسراییل په سویل کې په یوې ودانۍ لګېدلی چې پایله کې یې ۳ کسان وژل شوي.

همدارنګه ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې هم لیدل کیږي چې د ایران توغندیز برید له امله پراخې ویجاړۍ رامنځ ته شوي دي.

یوشمېر راپورونو کې ویل شوي چې د ایران د تازه بریدونو له امله د اسراییل په سطحه د خطر زنګونه وهل شوي او خپل هوايي حریم یې هم د الوتنو پرمخ تړلی دی.

دې سره، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې پر اسراییل یې د وسله‌والو ځواکونو پیاوړي پوځي عملیات د نن سهار تر څلورو بجو دوام وکړ.

هغه لیکلي چې: «له ټولو ایرانیانو سره په ګډه له خپلو وسله‌والو ځواکونو چې له هېواد څخه د دفاع لپاره یې تر وروستۍ قطرې وینې دفاع کړې او تر وروستۍ شېبې یې د دښمن هر برید ته ځواب ورکړی، ستاینه کوم.»

مطالب

پر اسراییل د ایران تازه بریدونو کې
۳ اسراییلیان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ