Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکايي میلیاردر د ډونالډ ټرمپ له حکومته ووت.
۸ جوزا ۱۴۰۴

امریکايي میلیاردر د ډونالډ ټرمپ له حکومته ووت.



د امریکا میلیاردر او د‌ اېکس شبکې او ټسلا کمپنۍ مشر ایلان ماسک ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له حکومت سره یې رسمي دنده پایته رسېدلې.

هغه نن (پنجشنه، جوزا ۸مه) پر اېکساڼه ليکلي: «لکه څنګه چې زما ټاکل شوی وخت د ځانګړي دولتي کارکوونکي په توګه پایته رسېږي، غواړم له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه مننه وکړم چې ما ته یې د حکومت په چوکاټ کې د بې‌ځایه لګښتونو د مخنيوي په برخه کې فرصت راکړ.»

ماسک د څو میاشتو لپاره د فدرالي حکومت د لګښتونو د کمولو یوې ځانګړې پروژې مشري کوله.

هغه د ټاکنیزو سیالیو پرمهال په ډونالډ ټرمپ له وسله‌وال برید وروسته د ده له ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شو.

د امریکا ټاکنو کې د ټرمپ په بریا او سپینې ماڼۍ ته په ستنېدو سره، ایلان ماسک د فدرالي حکومت د لګښتونو کمولو ادارې مشر په توګه وټاکل شو.

د هغه تر مدیریت لاندې د دولت لګښتونو کمولو ادارې په فعالیت سره، زرګونه امریکايي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د سترو امریکايي بنسټونو فعالیتونه رالنډ یا هم وځنډول شول.

مطالب

امریکايي میلیاردر
د ډونالډ ټرمپ له حکومته ووت

دا خبر نورو سره شریک کړئ