Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ډالرو لیلام؛ د افغانستان بانک سبا ۲۷ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي,
۹ دلو ۱۴۰۳

د ډالرو لیلام؛ د افغانستان بانک سبا ۲۷ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي,

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «چهارشنبه، سلواغې لسمه» به «۲۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (سه‌شنبه، سلواغې نهمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۲۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»

د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.

دا په روانه اوونۍ کې دویم ځل دی چې د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره بازار ته ډالر لیلاموي. یاد بانک همدا پرون دوشنبه، سلواغې اتمه، د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي و.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د افغانۍ ارزښت ساتنه د دوی د کارونو په لومړیتوبونو کې دی او په وینا یې، توانېدلي چې د افغانۍ د ارزښت ساتنه وکړي.

مطالب

د افغانستان د بانک
ډالر د لیلام

دا خبر نورو سره شریک کړئ