Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۴۰زره څارویو ته د «طاعون ناروغۍ» ضد واکسین کمپاین پيل شو.
۱۹ حمل ۱۴۰۴

لوګر کې ۴۰زره څارویو ته د «طاعون ناروغۍ» ضد واکسین کمپاین پيل شو.

 د لوګر  د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري ۴۰زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین د عملي‌کېدو پروګرام پیل شو.

د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول قاري عبدالبصیر شاهد زینت راډیو ته وویل، دغه واکسین به په یوه اوونۍ کې د لوګر په مرکز پل‌علم او شپږ ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د وېترنرانو له لوري وړو څارویو ته عملي شي.

نوموړي زیاته کړه، له دغه واکسین څخه یې موخه واړه څاروي د طاعون ناروغۍ څخه ژغورل او د مالدارانو دوامداره ملاتړ دی.

شاهد له مالدارانو وغوښتل چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له روغتیایي کارکوونکو سره د طاعون ضد ناروغیو واکسین عملي کېدو کې مرسته وکړي.

بلخوا د لوګر ولایت یوه مالدار محمود وایی، خوښ ده چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري وړو څارویو ته د طاعون ضد ناروغۍ واکسین ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه، هر کال لوګر ولایت کې د یادې ناروغۍ له امله د ځايي اوسیدونکو او کوچیانو سلګونه څاروي له مېنځه شي.

طاعون ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۲ میلادي کال کې په افريقا کې وليدل شوه او اوس په افريقا، هند، منځني ختيځ او د افغانستان په ګډون يوشمېر نورو سيمو کې هم ليدل کېږي چې څارويو ته زيان اړوي.

مطالب

لوګر کې ۴۰زره څارویو ته
د «طاعون ناروغۍ»
ضد واکسین کمپاین پيل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ