لوګر کې د لومړۍ حوزې مسوولینو غلاشوی موټر پیدا او خپل څښتن ته وسپاره.
د لوګر امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د دې ولایت امنیتي ځواکونو یو عراده غلا شوی کرولا ډوله موټر پیدا او څښتن ته یې وسپاره.
د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس وایي، یاد موټر چې تېره ورځ پل علم ښار کې له یو تن هیوادوال څخه بې درکه شوی و، د امنیې قوماندانۍ د اولې امنېتي حوزې اړوند ځواکونو لخوا د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د پل علم اړوند خلیل اباد سیمې کې نیول شوی دی.
ښاغلي انس ویلي، چې تردې دمه د یاد موټر د غلا په تور څوک نه دي نیول شوي او زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د مجرمینو پیدا کولو په موخه هڅې پیل کړې دي.
ویل کیږي تردې وړاندې هم د اولې امنیتي حوزې ځواکونو یو عراده غلا شوی کرولا موټر پیدا او څو تنه یې نیولي دي.
زینت راډيو – لوګر.