Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

کندهار کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

 امنیتي مسوولین وايي چې د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

یوې باوري امنیتي سرچينې رسنیو ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند د صنعتي پارک ساحه کې شوې ده.

سرچينې زیاته کړه، یاد کس د خپل کارځای دننه ځان زندۍ کړی او لامل یې روانې ستونزې په ګوته شوې دي.

د صنعتي پارک د اب‌جوشو فابریکې یو کارکوونکی الله‌نظر وایي، دغه کس عبدالله نومېده او د چوکیدار په توګه یې دنده ترسره کوله.

مطالب

کندهار کې
یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ