Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې یو نوی لومړنی ښوونځی پرانېستل شو.
۲۱ حمل ۱۴۰۴

لوګر کې یو نوی لومړنی ښوونځی پرانېستل شو.

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د پل‌علم ښار اړوند د الوزیو په سیمه کې د لومړي ځل لپاره د حضرت ابوعبیده بن الجراح په نوم یو نوی لومړنی ښوونځی د زده ‌کوونکو پرمخ پرانېستل شو.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب زینت راډيو ته وویل، چې یاد ښوونځی د ولسي وګړو په غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ د ماشومانو د لیک لوست د اړتیا له مخې پرانېستل شو چې په وینا یې د پوهنې ریاست ورته نوي ښوونکي ګمارلي او د یاد ښوونځي ټولې اړتیاوې به هم ژر تر ژره بشپړې شي.

ښاغلي عرب زیاته کړه، دغه نوی تاسیس شوی ښوونځی د لنډمهال لپاره د ودانۍ تر جوړېدو په یوه شخصي کور کې فعال شوی چې ډېر ژر به ورته پوهنې ریاست نوې ودانۍ جوړه کړي.

د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په یاد ښوونځي کې شاوخوا ۴۰۰ زده ‌کوونکو ته د لیک‌ لوست زمینه برابره شوې ده.
زینت راډيو – لوګر.

مطالب

لوګر کې یو نوی
لومړنی ښوونځی پرانېستل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ