Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيکا کې درې کسان د انسان‌تښتونې او وژنې په تور نیول شوي.
۲۶ حمل ۱۴۰۴

پکتيکا کې درې کسان د انسان‌تښتونې او وژنې په تور نیول شوي.



د پکتیکا امنیه قومنداني مسوولان وايي چې یاد ولایت کې درې کسان د انسان‌تښتونې او وژنې په تور نیول شوي دي.

د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له‌خوا یو کس د انسان‌تښتونې او دوه نور بیا د وژنې په تور نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې د نیول شویو له ډلې یو کس د یاد ولایت د جاني‌خېل ولسوالي اوسېدونکی دی او د خپل کلي ۴۵کلن کس یې د یونیم میلیونه (۱۵۰۰۰۰۰) پاکستانۍ کلدارو په بدل کې تښتولی و.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کس اختطاف شوی، دوو نورو کسانو ته د پیسو د ورکړې په بدل کې د غزني په اب‌بند ولسوالي کې وژلی و.

خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شویو کسانو په لومړیو پلټنو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی چې دوسیې به یې، اړوند ارګانو ته وسپارل شي.

مطالب

پکتيکا کې درې کسان
د انسان‌تښتونې او وژنې
په تور نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ