Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امیرخان متقي پر ایران د اسراییلو برېدونه د نړیوالو اصولو نقض بللی.
۲۹ جوزا ۱۴۰۴

امیرخان متقي پر ایران د اسراییلو برېدونه د نړیوالو اصولو نقض بللی.

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره په کتنه کې د سیمې د وضعیت او د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د لېږد په تړاو خبرې کړې دي. 

سرپرست وزیر ویلي، چې د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د راګرځېدو په برخه کې مرستې ته چمتو دي. 

د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پر ایران د اسرابیل برېدونه غندلي او دا اقدامات یې د نړیوالو اصولو نقض بللی دی.

مطالب

امیرخان متقي پر ایران د اسراییلو برېدونه
د نړیوالو اصولو نقض بللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ