Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کونړ کې اورلګېدنې ۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی.
۴ جوزا ۱۴۰۴

کونړ کې اورلګېدنې ۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی.



د کونړ په څوکۍ ولسوالي اړوند په یوه ځنګله کې اورلګېدنې نږدې دیرش  هکټاره ځنګل سوځولی دی.

د کونړ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت څوکۍ ولسوالي اړوند د یوه ګل درې د نښترو یوه ځنګله کې اورلګېدلی چې نږدې دیرش هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.

د کونړ طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان رسنیو ته وویل، د تېرې پنجشنبې پر ورځ د څوکۍ ولسوالي اړوند د یوه ګل درې لام کنده سیمې د نښترو په یوه ځنګل کې اورلګېدلی و چې دوه ورځې یې دوام وکړ او  شاوخوا اته ویشت هکتاره ځنګل یې سوځېدلی دی.

د هغه په خبره، په سیمه کې د شپنو د پخلي له اور څخه لګېدلی و چې یاد زیان یې اړولی دی.

د احسان د معلوماتو له مخې،  اور نور زیان نه‌لري او اوس د سیمې د خلکو او د ولسوالي د مسوولانو له لوري اور مهار شوی دی.

د یادونې وړ ده  چې له دې وړاندې هم د کونړ په یوشمېر نورو سیمو کې د نښترو په ځنګلونو کې اورلګېدنې رامنځته شوی چې له امله یې لسګونه هکټاره ځنګلونه سوځېدلي دي.

مطالب

کونړ کې اورلګېدنې
۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی

دا خبر نورو سره شریک کړئ