Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بېرته راستنېدونکو ته په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي جوړېږي.
۲۲ سرطان ۱۴۰۴

بېرته راستنېدونکو ته په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي جوړېږي.



د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شویو کورنیو ته ۳۵ ښارګوټي جوړېږي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ویلي، ټاکل شوې چې دغه ښارګوټي پر ۱۲۰زره جریبه ځمکه ورغول شي.

د نوموړي په وینا، دغه پروګرام به بېرته راستنېدونکو ته د ژوند لومړني شرایط برابر کړي. فطرت زیاته کړه چې د یادو ښارګوټو جوړولو او نورو اسانتیاوو برابرولو لپاره یو میلیارډ افغانۍ ځانګړې شوي چې د سرپرست حکومت له کورنۍ بودیجې ورکول کېږي.

بل‌خوا د هرات د کهسان ولسوال او اسلام‌کلا بندر کې د بېرته راستنېدونکو ته د رسېدنې کمېتې مسوول عبدالغني کامل وايي چې یاد بندر کې بنسټ‌ییزې پروژې پلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اوونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنیدو بهیر ګړندی شوی چې هره ورځ زرګونه کسان د اسلام‌کلا  له لارې هېواد ته داخلیږي.

مطالب

بېرته راستنېدونکو ته
په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ