Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر روغتیايي مرکزونو سره د ۲۷زره ډالرو په ارزښت د توکو مرسته شوې.
۲۸ حمل ۱۴۰۴

د لوګر روغتیايي مرکزونو سره د ۲۷زره ډالرو په ارزښت د توکو مرسته شوې.

د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې او کف موسسې له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې له یوشمېر روغتیايي مرکزونو سره د وسایلو او درملو مرسته وشوه.

د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست ریيس حافظ سیداالرحمن قادري زینت رادیو ته وویل، د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې (MSP) له لوري ۴۲ قلمه درمل او طبي وسایل د شاوخوا ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.

همدارنګه د کف(CAF) موسسې له لوري ۳۱ قلمه طبي وسایل د شاوخوا ۷زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت مرسته کړې.

نوموړي زیاته کړه، یاد طبي وسایل او درمل به د اړتیا له مخې، د لوګر مرکز پل‌علم او ولسوالیو روغتونونو ته ووېشل شي.

عامې روغتیا ریاست له نوړو نړیوالو بنسټونو هم وغوښتل چې د لوګر عامې روغتیا ریاست اړوند روغتونونو او روغتیايي مرکزونو سره ورته د طبي وسایل او درملو مرسته وکړي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم یوشمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو لوګر کې له روغتونونو او روغتیايي مرکزونو سره د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي په موخه د یو شمیر طبي وسایلو او درملو مرسته کړې ده.

مطالب

د لوګر روغتیايي مرکزونو سره
د ۲۷زره ډالرو په ارزښت
د توکو مرسته شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ