Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ترکیه کې ۱۸ ناقانونه افغان کډوال نیول شوي.
۱۸ جوزا ۱۴۰۴

ترکیه کې ۱۸ ناقانونه افغان کډوال نیول شوي.



ترکي پولیسو ویلي چې د «چاناک‌قلعه» ښار سواحلو ته نژدې یې ۱۸ افغان پناه‌غوښتونکي نیولي دي.

د «سي‌ان‌ان» اژانس ترکي برخې نن (یکشنبه، جوزا ۱۸) راپور ورکړی چې د نیول شویو افغانانو ډله کې ۶ ماشومان هم حضور لري.

د راپور پر اساس، د ترکي ځواکونو عملیاتو کې د اذربایجان هېواد یو وګړی د انسان قاچاق په تور نیول شوی دی.

د ترکیې ساحلي ګارد زیاته کړې چې دغه ۱۸ ناقانونه افغان کډوال له اداري طی مراحلو وروسته، د کډوالو د منلو او لېږد مرکز ته استول شوي دي.

د یادونې ده چې ترکي پولیسو تر دې وړاندې هم سلګونه غیرقانوني افغان کډوال نیولي او بیرته افغانستان ته ګرځولي دي.

مطالب

ترکیه کې ۱۸ ناقانونه
افغان کډوال نیول شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ