د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یو ځل بیا د بولۍ له لارې قیمتي ډبرې (بیروج) پلورل شوي دي.
د نورستان د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي سید رحیم عمیر رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په واما ولسوالۍ اړوند کورد درې له کانونو څخه ترلاسه شوي ۲۰ کیلو ګرامه بيروج د ازادې بولۍ له لارې د یو میلیون ۸۵۱ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي.
د هغه په خبره د دې بولۍ له لارې به د دولت خزانې ته ۱۸۵ زره افغانیو عواید جمع شي. د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ياده ولسوالۍ کې د دېرش ميليونه افغانيو په ارزښت بولي ترسره شوې وه.