له ایران څخه تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱زره افغانان هرات ته راغلي.
د هرات محلي مسوولان وايي چې د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال څه باندې ۳۱زره افغانان له ایران څخه بېرته هرات ولایت ته راغلي دي.
د کډوالو په چارو کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېسیون مسوولان همداراز زیاتوي چې د هرات اسلامکلا بندر له لارې تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران څخه ۳۱زره او ۳۰۳ افغانان بېرته راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون مشر او د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي چې له یادو راستانه شویو څخه ۱۸۸۱۶ کسان په زور او ۵۹۹۲ کسان بیا په خپله خوښه هېواد ته راغلي دي.
د نوموړي په وینا، په دې بهیر کې ۲۷ بېسرپرسته ماشومان هم پېژندل شوي او خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره د «اراراېاې» دفتر ته سپارل شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي ټينګار وکړ چې راستنېدونکو سره مرستې کېږي او یوازې د WASSA موسسې له لوري ۲۰۸۶۰ کسانو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د ایران او اسراییلو ترمنځ له جګړې راپدېخوا له ایران څخه افغانستان ته د افغانان د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی او په اوسط ډول هره ورځ له یاد هېواد څخه ۳۰زره افغانان هېواد ته راستنېږي.