Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مخابراتو وزارت: له ۲۶ میلیونه فعالو سیم‌کارټونو ۱۸میلیونه بیاثبت شوي.
۲۵ حوت ۱۴۰۳

مخابراتو وزارت: له ۲۶ میلیونه فعالو سیم‌کارټونو ۱۸میلیونه بیاثبت شوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي، دا مهال هېواد کې د ګرځنده تیلیفونونو نږدې ۲۶ میلیونه سیم کارتونه فعال دي چې له ډلې یې، ۱۸میلیونه سیمکارټونه بیاثبت شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي شنبه، کب ۲۵ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ا.ا بیاواکمنېدو راهیسې د سیم‌کارتونو د ثبت بهیر د یوې هراړخیزې کړنلارې له مخې، پیل شوی چې لاهم روان دی.

د نوموړي په وینا، په ټول هېواد کې دامهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر څارنې لاندې د سیم‌کارتونو د بیاثبت بهیر دوام لري.

هغه لیکلي: «یو څه چې د یادولو وړ دي هغه د سېم‌کارټونو د ثبت او راجسټر کولو پروسې لپاره سېسټم جوړول وو چې دا سېسټم هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت انجینیر صاحبانو او متخصصو کادرونو په توسط جوړ شوی چې عملاً ترې ګټه اخیستل کېږي چې دا په ټکنالوژۍ کې د وزارت د مسلکي کادرونو لوړ ظرفیت ښيي.»

د ا.ا کابینې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې میاشت کې د سیم‌کارتونو د بیاثبتولود بهیرد پیلولو پرېکړه وکړه، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په پیل کې د سیم‌کارتونو د بیاثبت بهیر د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې پیل کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، هېواد کې د ټولو فعالو سیم‌کارتونو له ډلې ۱۰میلیونه سیم‌کارتونه د مکالمو د خدمتونو او ۱۳میلیونه نور د انټرنټي خدمتونو لپاره کارول کېږي.

اوس مهال هېواد کې پنځه شرکتونه خلکو ته د ګرځنده تیلیفونونو له لارې مخابراتي خدمتونه وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي.

مطالب

مخابراتو وزارت
له ۲۶ میلیونه فعالو
سیم‌کارټونو
۱۸میلیونه بیاثبت شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

مخابراتو وزارت: له ۲۶ میلیونه فعالو سیم‌کارټونو ۱۸میلیونه بیاثبت شوي.