Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اوچا: روان کال افغانستان کې د مرستې لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو.
۱۲ دلو ۱۴۰۳

اوچا: روان کال افغانستان کې د مرستې لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا خبر  ورکړی، چې روان ۲۰۲۵ کال یې شریکان په افغانستان کې اوبو، حفظ الصحې او روغتیايي خدماتو ته د لومړیتوب ورکولو لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري خو تر اوسه پورې یې یوازې ۸،۴ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي. د اوچا د افغانستان څانګې پر په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو د سرچینو د وچیدو له امله د اوبو له کمښت سره مخامخ دي، ۲۳ سلنه یې د اوبو په غیر اصلاح شویو سرچینو تکیه کوي او ۲۸ سلنه کورنۍ هم غیر اصلاح شوي تشنابونه کاروي.

مطالب

اوچا
روان کال افغانستان کې
د مرستې لپاره
۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو

دا خبر نورو سره شریک کړئ