Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۳۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی.
۳ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۳۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی.



غزه کې چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو بریدونو پرمهال ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه کسان نن سه‌شنبه، جون ۲۴مه، سهار راهیسې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، یوازې ۲۹ کسانو د مرستو وېش مرکز ته نږدې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې وړاندې هم اسراییلو د بشردوستانه مرستو وېش مرکز ته نږدې ګڼ‌شمېر فلسطینیانو باندې ډزې کړې وې چې پرمهال یوشمېر وژل شوي او ټپیان شوي وو.

غزه کې د بشردوستانه مرستو وېش مرکز چې تر ډېره د اسراییلو او امریکا تر څار لاندې مرستې وېشي، د خلکو پر وژن‌ځای بدل شوی دی.

پر غزې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۵۵زره کسان وژل شوي او څه باندې ۱۲۰زره نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

مطالب

غزه کې د اسراییلو بریدونه
۳۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ