Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سمنګانو کې؛ په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۷ بېلابېلې پروژې پلې شوې.
۲۸ حوت ۱۴۰۳

سمنګانو کې؛ په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۷ بېلابېلې پروژې پلې شوې.

د سمنګانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د نږدې ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۷ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي. د مسوولینو په خبره په یادو پروژو کې د اوبو رسولو ۵ شبکې، د ۱۷۳ کانالونو، ۳۰ کیلومتره سړک، ۴۲۸ متره ساتندویه دېوالونه، ۴ پلچکونه او د اوبو ۷ ویالې جوړولو او ورته نورو پروژو چارې شاملې دي، چې په کې ۲ زره ۵۵۲ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د یادونې وړ ده، چې د سمنګانو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست به د نړیوالو شریکانو په همکارۍ، د کلیو د ژوند د ښه والي، د زیربناوو د پیاوړتیا او د فقر د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

مطالب

سمنګانو کې
په تېرو ۱۱ میاشتو کې
۲۷ بېلابېلې
پروژې پلې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ