غزني کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د آب بند ولسوالۍ اړوند کابل- کندهار
پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د
یاد ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې دغه ترافیکي پېښه تېره
شپه د مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې
پایله کې یې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه ویلي چې د پېښې لامل د
موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په یاده
لاره وخت ناوخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ګڼې ترافیکي پېښې
رامنځته کېږي، چې له امله یې ډېری هېوادولو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.