Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چین د افغانستان په سیاسي او اقتصادي ملاتړ ټینګار کړی.
۳۱ ثور ۱۴۰۴

چین د افغانستان په سیاسي او اقتصادي ملاتړ ټینګار کړی.



د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي بېجنګ کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي‌ سره لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن چهارشنبه ویلي چې امیر خان متقي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو بللی او هیله یې څرګنده کړې چې نږدې راتلونکې کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګزیر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.

امیر خان متقي‌ ویلي، ټولو هغو ستونزو ته باید جامع حل پیدا شي چې افغان سوداګر د کرنیزو محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر وخت ورسره مخ دي.

هغه غوښتنه کړې چې د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمیسیونونه ګډ کار وکړي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا یادونه کړې چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او هڅه کوي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له‌منځه یوسي.

وانګ‌يي زیاته کړې چې د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث به چین د افغانستان په اقتصادي وده کې له هېڅ راز همکارۍ درېغ ونه کړي.

مطالب

چین د افغانستان په سیاسي
او اقتصادي ملاتړ ټینګار کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ