Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغاني سرې میاشتې میدان‌وردګ کې ۸۳زره ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي.
۱۳ حوت ۱۴۰۳

افغاني سرې میاشتې میدان‌وردګ کې ۸۳زره ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي.

میدان‌وردګ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست وایي چې روان کال یې د دغه ولایت مرکز میدان‌ښار په ګډون د ۹ ولسوالیو ۸۳زره ناروغانو ته بېلابېل روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

د دغه ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي عتیق‌الله حماد میدان‌ښار کې خبریالانو ته وویل، په یاد ولایت کې د شته روغتیايي مرکز او سیارو ډلو پرمټ یې، شاوخوا ۸۳زره ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړې او ۵۸ ناروغان چې د زړه سوري ناروغې درلوده، د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدولي دي.

نوموړي زیاته کړه، د روغتیايي خدماتو د ښه والي لپاره یې ۴۰ نوي رضاکاران روزلي او ۱۲۰ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته یې روغتیايي کېټونه وېشلي دي.

حماد زياته کړه؛ په تعلیمي برخه کې ۳۴۴ نارینه او ښځینه زده‌کوونکو ته د ریاضۍ، انګلیسي، کمپیوټر، او دیني زده‌کړو زمینه برابره کړې او همدارنګه ۱۹۰ کسان یې له بېلابېلو زده‌کړو فارغ کړي دي.

د میدان‌وردګ اوسېدونکي هم خوښ دي چې افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست له لوري په دغه ولایت کې زرګونه ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

دوی ټينګار کوي چې دغه خدمات بسنه نه‌کوي او اړتیا ده چې لرو‌پرتو ولسوالیو ته هم پراختیا پیدا کړي.

مطالب

افغاني سرې میاشتې
میدان‌وردګ کې
۸۳زره ناروغانو
خدمات وړاندې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ