Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر پوهنې رياست ته د ښوونځيو ۸۰۰ پايي ميزونه او څوکۍ ورکړل شوې.
۲۰ دلو ۱۴۰۳

د لوګر پوهنې رياست ته د ښوونځيو ۸۰۰ پايي ميزونه او څوکۍ ورکړل شوې.

د لوګر د پوهنې رياست ته د شاوخوا ۴ ميليون او ۲۰۰ زره افغانيو پر لګښت د ښوونځيو ميزونه او څوکۍ ورکړل شوي دي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاه پورعرب زینت راډیو ته‌ وویل، چې دغه میزونه او څوکۍ د مرکز او ولسوالیو د پوهنې پر امریتونو وېشل شوي او د دوی له لارې به د نوي ښوونیز کال له پیل څخه وړاندې پر ښوونځیو ووېشل شي.
د نوموړي په وينا، چې له دې سره به د شاوخوا ۲ زره ۴۰۰ زده‌کونکو ستونزه هواره شي.
د ويلو ده، چې ياد میزونه او څوکۍ د پوهنې وزارت له بوديجې په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د میزونو او څوکیو د کمښت ستونزې د هواري په موخه برابر شوي دي.

مطالب

د لوګر پوهنې رياست ته
د ښوونځيو
۸۰۰ پايي ميزونه او څوکۍ

دا خبر نورو سره شریک کړئ