د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر د لوړو زده کړو
موسسې لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ۲۳ میلیونه افغانیو په
لګښت د بېلابېلو پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.
د لوګر د لوړو زده کړو
موسسې رییس مفتی ضیاءالاحمد صارم وویل، چې یادې پروژې د لوړو زده کړو وزارت له
لوري د دغې موسسې د امکاناتو ښه کولو په موخه عملي کېږي.
د نوموړي په وینا، د دې
پروژو په ترڅ کې به د یوه کانټین جوړول، د موسسې د پخلنځي جوړېدل او د زده
کړیالانو د لیلې د بیارغونې چارې ترسره شي.
مفتی صارم زیاته کړه،
چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د لوړو زده کړو موسسې زده کړیالانو ته د لیلې
ستونزې هوارې شي او د زده کړو چاپېریال به لا ښه شي.
د یادې موسسې زده
کړیالانو او د سیمې اوسېدونکو د پروژو له پیل څخه خوښي څرګنده کړې ده او تمه لري،
چې دا ګټورې پروژې به په ټاکلي وخت بشپړې شي او د زده کړیالانو اړتیاوې به په
معیاري ډول پوره کړي.
د لوړو زده کړو وزارت
مسوولینو ویلي، چې په راتلونکي کې به په لوګر او نورو ولایتونو کې د ورته
پرمختیايي پروژو پلانونه هم عملي شي.