Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په بلخ، سرپل او جوزجان کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې.
۱۱ دلو ۱۴۰۳

په بلخ، سرپل او جوزجان کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې.

د بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو ځايي سرچینې وايي چې له دغو ولایتونو سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې له یادو ولایتونو سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا چهارشنبه د سلواغې پر ۱۰مه پرې شوې ده. د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې وارداتي برېښنا د ترکمنستان په پوله کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوې ده. له دې وړاندې په فاریاب کې هم د برېښنا شرکت ویلي و چې له دغه ولایت سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده. د هغو سیمو ډېری اوسېدونکي چې برېښنا یې پرې شوې ویلي، سړې هوا او د برق نشتوالي له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي دي.

مطالب

په بلخ، سرپل او جوزجان
د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ