Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې خلکو ښوونځي لپاره ۱۲ جریب ځمکه ځانګړې کړې.
۲ ثور ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې خلکو ښوونځي لپاره ۱۲ جریب ځمکه ځانګړې کړې.



د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې خلکو یوې عالي لېسې ته د معیاري ودانۍ، انګړ او زرغونې ساحې جوړېدو په موخه څه باندې ۱۲ جریب ځمکه ځانګړې کړې.

د میدان‌وردګ د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت رسنیو ته وویل، د یاد ولایت د چک ولسوالۍ په «ابګذار» سیمه کې د «مانجرخېل او بوستان‌خېل» کلیو اوسېدونکو د «ابګذار عالي لېسې» په نوم ښوونځي ته څه باندې ۱۲ جریب ځمکه وقف کړې.

نوموړي همدارنګه د یادو دوو کلیو د خلکو له همکارۍ مننه کړې او دغه اقدام یې د راتلونکو نسلونو د ښې روزنې لپاره ګټور ګام بللی دی.

د حریت معلوماتو له مخې، یاد ښوونځی له دې مخکې د معیاري ودانۍ، انګړ او زرغونې ساحې لپاره د اړینې ځمکې له نشتوالي سره مخ و چې د ښوونکو، دیني علماوو او سپین‌ږیرو په هڅو دغه ځمکه ښوونځي ته ځانګړې شوه.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم د میدان‌وردګ  په بېلابېلو سیمو کې خلکو د پوهنې ریاست اړوند ښوونیزو مرکزونو ته وړیا ځمکې وقف کړې دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې
خلکو ښوونځي لپاره
۱۲ جریب ځمکه ځانګړې کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ