Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې د مطالعې دود لپاره «درې ورځنی نندارتون» پرانېستل شوی.
۱۶ دلو ۱۴۰۳

کندهار کې د مطالعې دود لپاره «درې ورځنی نندارتون» پرانېستل شوی.



کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او یوه خصوصي مخابراتي شرکت له لوري د «کتاب د علم ځولۍ» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانېستلی دی.

د کندهار د عامه کتابتون مسوول عبدالصمد ستري رسنیو ته وایي، دغه نندارتون د کتاب لوستنې دود غوړولو او ودې لپاره جوړ شوی دی. «موږ هڅه کوو چې د نندارتون له لارې د خلکو توجه کتاب ته راواړوو، ځکه مطالعه د ټولنې د پرمختګ اساسي عنصر دی.»

یاد نندارتون ته راغلي  کتاب پلورونکي اندېښنه لري چې ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو ډېره بوختیا به د کتاب پلور کمزوری کړی دی.

کندهار کې کتاب‌پلورونکي حکمت‌الله وویل: «پخوا به کتابونه ډېر خرڅېدل، خو اوس د ټولنیزو شبکو زیاتې کارونې د کتاب بازار سوړ کړی دی. ځوانان باید درک کړي چې مطالعه د پوهې تر ټولو مهمه سرچینه ده.»

یوه بل کتاب پلورونکي محمدعزیز هم وویل: «که څه هم ځینې خلک لاهم مطالعه کوي، خو د ټولنیزو رسنیو پراخې کارونې زموږ کاروبار اغېزمن کړی دی. اړینه ده چې د مطالعې فرهنګ ته ځانګړې پاملرنه وشي.»

بل‌خوا د نندارتون ګډونوال ټینګار کوي چي د مطالعې ارزښت ته جدي پاملرنه وشي.

د نندارتون یوه لیدونکي عبدالرحیم غیاث وویل: «مطالعه نه یوازې د شخصي پوهې د پراختیا وسیله ده، بلکې د ټولنیز پرمختګ لپاره هم بنسټیزه اړتیا لري. دا ډول نندارتونونه باید دوامداره وي.»

په نندارتون کې زرګونه ټوکه سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي کتابونه نندارې ته کېښودل شوي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې تر درې زرو کتاب‌پېریدونکو ته ډالۍ هم ورکول کېږي، څو خلک کتاب لوستلو ته وهڅوي.

دا نندارتون چې درې ورځې به دوام وکړي، د کتاب لوستلو د دود د پیاوړتیا او د ځوانانو د مطالعې سره د اشنا کولو لپاره یو مهم اقدام بلل کېږي.

مطالب

کندهار کې
د مطالعې دود لپاره
درې ورځنی نندارتون
پرانېستل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ