Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

احمد الشرع؛ د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره کتلي دي.
۲۵ حمل ۱۴۰۴

احمد الشرع؛ د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره کتلي دي.

سانا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوریې لنډمهالی رییس احمد الشرع د یو پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی. 

په راپور کې ویل شوي، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان د نوموړي هرکلي ته البطین هوايي ډګر ته ورغلی و. 

په راپور کې راغلي چې وروسته احمد الشرع د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید سره کتلي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې نوموړی ترکیې ته تللی و او هلته یې د انتالیا د دیپلوماسۍ په څلورم پړاو کنفرانس کې ګډون کړی و.

مطالب

احمد الشرع
د متحده عربي اماراتو
له ولسمشر سره کتلي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ