Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د مزارشریف- حیرتان پر سړک د ترافیکي نښو د نصبولو چارې پیل شوې.
۷ ثور ۱۴۰۴

د مزارشریف- حیرتان پر سړک د ترافیکي نښو د نصبولو چارې پیل شوې.

د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست مسوولین وايي چې د مزارشریف- حیرتان سړک، چې ۵۵.۷ کیلومتره اوږدوالی لري د رغولو او ترافیکي نښو د نصبولو چارې یې پیل شوې دي.

 د بلخ د ټولګټو رییس مولوي عبدالصبورصابر رسنیو ته ویلي، چې یاده پروژه د ټولګټو وزارت په مالي ملاتړ د ۱۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کیږي او چارې به یې د ۲ میاشتو په موده کې بشپړې شي. 

د یادې پروژې بشپړېدل به په دې لاره کې موټرچلوونکو ته د زیاتو اسانتیاوو په برابرولو او د ترافیکي پېښو په کمښت کې مهم رول ولوبوي.

مطالب

د مزارشریف- حیرتان
پر سړک د ترافیکي نښو
د نصبولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ