Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کونړ په لرې پرتو سیمو کې دمخابراتي شبکو سایټونه فعال شوي
۱۹ جدی ۱۴۰۳

د کونړ په لرې پرتو سیمو کې دمخابراتي شبکو سایټونه فعال شوي

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې خلکو مخابراتي او معلوماتي خدمتونو ته لاس رسي موندلی دی. د مسوولینو په خبره د مخابراتو وزارت او خصوصي سکټور له خوا په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې له جملې یې د خصوصي سکتور له خوا د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه سایټونه او مخابراتو وزارت په مالي همکارۍ درې سایټونه فعال شوي او د ۲۳ نورو سایټونو د جوړولو چارې دوام لري. نوموړي زیاته کړې، چې د انټرنټ په برخه کې هم د ولسوالیو 2G خدمتونه 3G ته اوښتي او د یو شمېر ولسوالیو په ګډون مرکز کې خلک له 4G خدمتونو ګټه اخلي.

مطالب

معلوماتي ټکنالوژۍ

دا خبر نورو سره شریک کړئ