Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له ګناهونو خلاصون؛ هند کې لس میلیونه کسان سیند ته ښکته شول.
۲۴ دلو ۱۴۰۳

له ګناهونو خلاصون؛ هند کې لس میلیونه کسان سیند ته ښکته شول.

هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال کې د «کومب‌مېلا» مذهبي مراسمو په مهمه ورځ څه باندې لس میلیونه کسان له خپلو ګناهونو د خلاصون لپاره سیند ته ښکته شول.

دغه کسان نن چهارشنبه، فبرورۍ ۱۲مه د څلور ساعتونو په ترڅ کې سیند کې غټې ووهلې او له ګناهونو د خلاصون لپاره یې، دعاوې وکړې.

د کومب‌مېلا چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي، وړاندې پیل شوې او د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۲۶مه به پای ته ورسېږي. د کومب‌مېلا کې شپږ ورځې د حمام یا سیند کې د غټې وهلو لپاره ځانګړې شوي چې میلیونونه کسان پر دې ورځ سیند ته راټولېږي.

یوازې په د جنورۍ په ۲۹مه د یادو مذهبي مراسمو پرمهال ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، چېرته چې ۷۶ میلیونه کسان د سیند غاړې ته راټول شوي وو.

دغه مذهبي مراسم د یونېسکو له لوري د «بشریت نااشنا میراث» په توګه هم پېژندل شوی دی.

ویل کېږي چې دې مذهبي مراسمو کې به شاوخوا ۴۰۰ میلیونه وګړي ګډون وکړي.

مطالب

له ګناهونو خلاصون
هند کې لس میلیونه
کسان سیند ته ښکته شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ