Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برښنا پروژې چارې پیل شوې.
۱۰ جوزا ۱۴۰۴

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برښنا پروژې چارې پیل شوې.



د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، هرات کې د ۶۴ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت سره د بادي برښنا تر ټولو ستره پروژه پرانیستل شوه.

د دغې پروژې چارې نن (شنبه، جوزا ۱۰مه) د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اقتصات وزارت سرپرست، برښنا شرکت مشر، د هرات والي، ځايي مسوولانو او د «۷۷» ترکي شرکت مسوولانو په حضور سره پیل شوې.

د برښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالباري عمر د دغې پروژې پرانیستې مراسمو ته وویل، د برښنا د یادې پروژې لومړی فاز چې د ۴۳.۲ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري، کارونه یې نن د لوړ پوړو چارواکو په حضور سره پیل شول.

د مسوولانو په وینا، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د هرات د صنعت‌کارانو د برښنا ستونزه حل شي.

د برښنا شرکت اجراييوي مشر زیاته کړه چې: «تقریبآ د برښنا ټولې پرمختیايي پروژې له کورنۍ بودیجې تامین او بشپړیږي او هېڅ ډول بهرنی ملاتړ نه‌لري.»

دغه راز د برښنا شرکت مسوولانو نن هرات کې د ۵ میګاواټه لمریزې برښنا تولید پروژه هم پرانیسته.

د برښنا کمښت د صنعت پرمختګ او ورځنیو اسانتیاوو ته د هېوادوالو لاسرسي پر وړاندې مهمه ننګونه شمېرل کیږي.

دامهال د افغانستان د مصرف وړ نژدې ۸۰ سلنه برښنا له ګاونډیو هېوادونو وادریږي.

مطالب

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه
بادي برښنا پروژې
چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ