له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو ایستل؛ لوګر ته هم ۵۷۲ کورنۍ را ستنې شوي.
له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ايستلو پر دوام، لوګر کې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو آمریت مسوولین وایي، چې د تېرکال په اوږدو کې له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه؛ دغه ولایت ته ۵۷۲ کورنۍ را ستنې شوې دي.
د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو آمر مولوي مسعود آخندزاده ویلي، چې دغو کورنيو هېواد ته د راستنېدو پر مهال مرستې ترلاسه کړي او د زياتو مرستو د ترلاسه کولو په موخه کورنيو او نړيوالو مرستندويه مؤسسو ته ور پېژندل شوې دي.
د ويلو وړ ده، چې تازه په دې ورستیو شپو ورځو کې له ګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د را ايستلو لړۍ چټکه شوې، چې وړمه ورځ هم د کډوالو چارو وزارت د سلګونو کورنيو د بېرته راستنېدو خبر ورکړی و.
زینت راډیو – لوګر.