Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ نن سهار ۱۱ کسان وژل شوي چې ۵ یې ماشومان دي.
۶ حمل ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ نن سهار ۱۱ کسان وژل شوي چې ۵ یې ماشومان دي.



د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو نن سهار (چهارشنبه، وري ۶) د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۱۱ کسان په کې وژل شوي.

د قربانیانو په ډله کې ۵ ماشومان شاملیږي چې یو یې شپږ میاشتنی ماشوم دی.

پر غزې د اسراییل د تېرې ورځې بریدونو کې هم ۲۳ کسان وژل شوي وو.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، تېر شاوخوا یو نیم کال کې د اسراییل جګړه کې څه باندې ۵۰ زره او ۱۴۴ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳زره او ۷۰۴ نور ټپیان شوي دي.

دې سره د اسراییلو پوځ په سوریې هم بمبارۍ ته دوام ورکړی او د هغه هېواد په درعا کې یې شپږ کسان وژلي دي.

قطر او سعودي عربستان د اسراییلو بریدونه غندلي او د بندولو غوښتنه یې کړې ده.

مطالب

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام
نن سهار ۱۱ کسان وژل شوي
چې ۵ یې ماشومان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ