Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حوثیان: د امریکا ډرون الوتکه مو ویشتلې.
۳ ثور ۱۴۰۴

حوثیان: د امریکا ډرون الوتکه مو ویشتلې.

یمن کې د حوثي ډلې ویاند یحیی سرېع وايي چې د امریکايي ځواکونو اړوند بې‌پېلوټه الوتکه یې، ویشتلې ده.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا اېم‌کیو-۹ ډرون الوتکې د یمن شمال‌لوېدیځ حُجه ولایت کې برید کاوه چې د دوی له لوري له‌منځه وړل شوې ده.

د المصریه خبري رسنۍ راپور ورکړی چې امریکا د یمن پر درېوو بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

یحیی سرېع په یوه بیان کې ویلي: «زموږ هوایي دفاع د امریکا یوه دښمنه MQ-9 ریپر بې‌پیلوټه الوتکه هغه وخت ویشتلې چې د حجه ولایت فضا کې یې، څار کاوه.»

یحیی سرېع وايي چې دا په روانه میاشت کې اوومه بې‌‌پېلوټه الوتکه ده چې د دوی له لوري له‌منځه وړل کېږي. پر غزې د اسراییلو برید راهیسې بیا حوثیانو تر دې مهاله ۲۲ ډرون الوتکې ویشتلې دي.

امریکا د مارچ میاشتې له پیل راهیسې تر دې مهاله یمن کې د حوثیانو پرضد ګڼ بریدونه کړي چې پرمهال یې، د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

امریکا وايي، بریدونه یې، د حوثي ډلې پر مرکزونو او د یادې ډلې د کمزوري کولو لپاره دي، خو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې ډېری دې بریدونو کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مطالب

حوثیان
د امریکا ډرون الوتکه مو ویشتلې

دا خبر نورو سره شریک کړئ